Thursday, 6 August 2015

کونټیکټر څه څیز دے؟

کونټیکټر یو داسی الیکټریکل آله ده کومه چی د یو سوئچ په طور کارکوی خو په کونټیکټر او یو عام سوئچ کی فرق صرف دا دی چی عام سوئچ په لاسونو آن کیږی یعنی مینول آن کیږی او کونټیکټر الیکټریکل آن یا آف کیږی- د دی الیکټریکل طریقی آن /آف کولو دپاره کونټیکټر کی یو کوائیل لګیدلی وی 

د کار کولو اُصول      
کله چی کوائیل ته بجلی میلاویږی نو کونټیکټر آن کیږی -او کله چی کوائیل ته بجلی نه میلاویږی نو کونټیکټر آف کیږی- د دی آن/آف کولو دپاره کوائیل ته چی کومه بجلی میلاویږی هغه بجلی 12 ولټ, 24وولټ, 110وولټ, 220وولټ او یا 380وولټ وی- د دی نه علاوه 12وولټ یا 24وولټ ډی سی وولټ هم کیدی شی
نارملی کلوز او نارملی اوپن هم د کونټیکر سه یو ځائی آن/آف کیږی او دا نارملی اوپن او نارملی کلوز د انټر لاکنګ دپاره او یا د انډیکیټر د سپلائی دپاره هم استعمالیږی- ددی نه علاوه د اوورلود مقصد دپاره هم استعمالولی شی

د نور تفصیل دپاره دا لنک 
کلک کولی شی


No comments :

Post a Comment