د لوډ دپاره د سرکټ بریکر انتخاب کول
فرض که یو موټر دی او د هغی موټر پاور 15 کلو واټ دي او د دی دپاره د سرکټ بریکر انتخاب کول دی نو راځۍ چی اوګورو چی دا په کومه طریقه کولی شی
د ټولو نه اول به د موټر سپلائی وولټیج چیک کړو دا سپلائی وولټیج په کنټرول پینل کی راتلونکی سپلائی د ملټی میټر په مدد سره معلومولی شو -
د ملټی میټر سلیکټرسوئچ به ای سیوولټیج باندی سیلیکټ کړو او ددی نه پس به د ملټی میټر یو پروب(تار) د یو فیز سره او بل پروب (دویم تار) د بل فیز سره اولګوو او په دی طریقه به مونږ ته وولټیج معلوم شی
فرض که وولټیج 380 وولټ دی نه ددی نه پس به ده موټر په نیم پلیټ باندی موجود پاور فیکټر اوګورو - فرض که پاور فیکټر 0.90 وی
نو اوس مونږ د موټر سرکټ بریکر معلومولی شو
اولنے سټیپ
ده موټر فُل لوډ کرنټ به معلوم کړو
P=1.73 * VIcos¢ => I= P/(1.73 * V * cos¢
I= 15 * 1000/(1.73 * 380 * 0.90)
I= 15000/591.66
I= 25.35 amperes.
دا د موټر فل لوډ کرټ شو
دویم سټیپ
سیفټی فیکټر به معلوم کړو
د سیفټی فیکر دا مطلب دی چی که د موټر کرنټ د دی فل لوډ کرنټ نه د یو څو کیکنډونو دپاره زیات کرنټ برداشت کولی شی
موټر فل لوډ کرنټ د سیفټی سره = موټر فل لوډ کرنټ * سیفټی فیکټر
Is=( I * 0.25 ) + I
Is=( 25.35 * 0.25 ) + 25.35
Is= 6.3375 + 25.35
Is= 31.6875 ampere
دا د سرکټ بریکر سائز شو خو که مونږ عام مارکیټ ته ورشو نو دا سایز نه میلاویږی د سرکټ بریکر د سټینډرډ مطابق- په دی وجه مونږ د مارکیټ نه
32amperes
اخیستلی شو او په سرکټ کی د موټر د حفاظت دپاره استعمالولی شو-
که څوک نه وی پوهه شوی نو د تپوس دپاره کمینټس کولی شی
او زما هغه دوستانو ته هم خواست دی چی چاله هم د هغی جواب ورځی نو مهربانی اوکړۍ او جواب هم کمینټس ورکړۍ
او زه به هم خپل پوره پوره کوشش کووم چی په آسان الفاظو کی جواب ورکړم
خوشحاله اسۍ
No comments :
Post a Comment